اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې ٥٨ ډالره کمښت راغلى دى

 کابلباختر د لړم دمياشتې ١٠
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت ٥٨ ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٣٠ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په ١١٧٢ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٠٠ افغانيو، کويټي په٢٣٥٠افغانيو، سنګاپوري په٢٣٠٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠افغانيو، عربي په١٩٨٠ افغانيو، ايراني په١٥٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠افغانيو پلورل کيږي.    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته