امنیت

کابل ته دځانمرګو واسکټونو اوماينونو دليږدونې په وخت کې ديوسړي نيول کيدل

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
يوسړى چې غوښتل يې  ځانمرګي واسکټونه  او ځينې چاوديدونکې وسايل  له لوګر څخه دهيواد پايتخت کابل ته وليږدوي ، دملي امنيت دمامورينو له خوا ونيول شو .
  غلام رضا پرون ناوخته  دپل علم  _  کابل په لويه لاره کې ونيول شو .
دغه سړي ځانمرګي واسکټونه او ځينې  چاوديدونکي وسايل  دليلامي جامو ترمنځ  په يو تکسي موټر کې  ځاى پرځاى کړي و چې دملي امنيت دمامورينو له خوا ونيول شو .
دافغانستان دملي امنيت ادارې  ديوې خبرپاڼې  په خپرولو سره  ويلي دي  چې  دځانمرګو واسکټونو په دې انډي کې  مقناطيسي ماينونه او ځينې  چاوديدونکي وسايل ترلاسه شوي دي.
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې،طالبانوغوښتل چې ددغو  ځانمرګو واسکټونواو مقناطيسي  ماينونو  په ليږدونې سره  په پايتخت کې  په ملکي وګړو يولړ خونړي  تروريستي بريدونه ترسره کړي ، خوبريالي نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته