اقتصاد

په ننګرهار کې په راکړه ورکړه کې دپاکستاني کلدارو دکارولو دبندولو هڅې دوام لري .

کابل / دمرغومي ١٣مه / باختر :
دننګرهار په بازارونو کې دافغانۍ پرځاى  دپاکستاني کلدارو دکارولو دبندولو هڅې دوام لري .
دغه هڅې  ددې سبب شوې دي چې خلک هم له مسوولانو سره يوموټې شي او دهېواد دمروجو پيسو پرځاى دپاکستاني کلدارو دکارولو بهير کرار کرار کمزورى شي
دننګرهار والي شاه محمود مياخيل وايي چې دافغانۍ پرځاى دپاکستاني کلدارودکارولو دبندولو دهڅو له پيل څخه وروسته ، اوس پلورونکي او هېوادوال زياتره  په راکړه ورکړه کې دهېواد مروجې پيسې کاروي 
داپه داسې حال کې ده چې مخکې له دې د ننګرهار په بازارونو کې  په راکړه ورکړه کې تراويا سلنې پورې پاکستاني کلدارې  کارول کېدې .
دغه هڅې  به دپاکستانۍ کلدارو پرځاى دهېواددمروجو پيسو دکارولو دترويج لپاره هماغه شان دوام ولري .
ختم_ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته