امنیت

په يوه نښته کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ثور ٢٢
په بادغيس کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
د بادغيس ولايت د قادس ولسوال ميرزاعلي د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: دقادس ولسوالۍ په ده برنج سيمه کې د وسله والوطالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
  د قادس ولسوال زياته کړه: د دواړو لورو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې طالبانو په دغې ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل خو دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
ويل کيږي په دې نښته کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته