امنیت

په ننګرهار کې ددوو تنو ځانمرګو يرغلګرو وژل کيدل .

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: دوه تنه ځانمرګي بريدګر چې غوښتل يې په ننګرهار ولايت کې په يوې پوځي قرارګاه بريد وکړي ووژل شول . درارسيدلو خبرونو له مخې لومړى په بمونو بارپه يوه موټر سپاره ځانمرګي بريدګر کله يې چې په دې پوه شوچې دامنيتي ځواکونو له خوا پيژندل شوي دي په غني خيلو ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو قرارګاه ته نږدې شوي و ځان وچاوه او دويم ځانمرګي يرغلګر له دغې چاودنې څو دقيقې وروسته غوښتل يې په پښو سره ځان دپوځيانو دغه مرکز ته ورسوي خو بريالى نه شو او دپوځيانو په ډزو کې ووژل شو . دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو پيښو کې يواځې دوه تنه ځانمرګي بريدګر ووژل شول او پوځيانو او دکلي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته