کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢ :
په هلمند ولايت کې په امنيتي پوستو د طالبانو په بريدکې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د هلمندولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى فريداحمد عبيد د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې وسله والو طالبانو تېر ماښام دموسى کلا او سنګين ولسواليو په دوو پوستو بريد وکړ چې په مخامخ جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د امنيې قوماندانۍ د وياند د څرګندونوله مخې: په وژل شويو کسانوکې دطالبانو يو مشهور قوماندان ملا اختر هم شامل دى .
ويل کيږي په دې جګړه کې د پوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ