کابل باختر د وري ديارلسمه :
يوولس تنه وسله وال طالبان پرون دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دسولې له بهير سره يوځاى شول
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل : يوولس تنه وسله وال طالبان چې دننګرهار ولايت دنازيانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددولت پرخلاف جنګيدل له خپلو وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دننګرهار ولايت دسولې دشورا مسوولينو دسولې له بهير سره ددغو کسانو دپيوستون هرکلى وکړ او له نورو طالبانو څخه يې وغوښتل چې له جګړې څخه لاس واخلي . او دسولې له بهير سره دې يوځاى شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ