اقتصاد

دافغان ترک نړيوال نندارتون پرانستل شو ،.

کابل باختر  دثور لومړي :
دافغان ترک  پنځم نړيوال  نندارتون نن په کابل کې پرانستل شو .
دباختراژانس دخبر له مخې ، په هغو  مراسمو کې چې په همدې مناسبت  په ممتاز محل  هوټل کې پرځاى شول په اقتصادي چارو کې دجمهور رييس ستر سلاکار ډاکتر حضرت عمر زاخيلوال  په خبرو کې وويل  چې دترکيې  هيواد په ټولو برخوپه تيره بيا دسوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې له افغانستان سره ديادونې وړ همکاري کړي دي .
عمر زاخيلوال  زياته کړه چې په اوسنيو شرايطو کې ددغه نندارتون  جوړول  دهيواد دسوداګرۍ او اقتصاد دچارو په پرمختګ کې ستر رول لوبوي  او د سوداګرۍ له حالت  او بازار موندلو سره  ددواړو هيوادونو  دسواګرو دبلدتيا زمينه برابروي .
  په دغو مراسمو کې وروسته دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو مرستيال  خانجان  الکوزي وويل : په دې نندارتون کې شپيتو افغاني  او ترکي شرکتونو په څلور اتيا غرفو کې خپل محصولات چې ساختماني مواد ، خوراکي توکي ، دسينګار لوازم  ، جامې  او برقي سازمان  الات  شامل دي  نندارې ته وړاندې کړي دي .
الکوزي زياته کړه: ترکيې ته دافغانستان دصادراتو کلنۍ کچه شپږ ديرش مليونه ډالره  او افغانستان ته دترکيې د وارداتو کچه په کال کې ٣٩٥ مليونه ډالره کيږي .
   دغه راز  په دې غونډه کې دافغانستان او ترکيې دسوداګرو دټولنې رييس وويل چې  تراوسه پورې  ترکي سوداګرو په افغانستان کې  په ساختماني برخه کې د څه دپاسه دوو ملياردو ډالرو پانګونه کړې ده او درې سوه ديرش ساختماني پروژې يې عملي کړي دي .
دافغان ترک نړيوال نندارتون  دهوايي ډګر څلويښت متره سړک  ته څيرمه په ممتاز محل هوټل کې  دڅلورو ورځو لپاره دسهار له اتو بجو څخه دمازيګر  تر پنځو بجو پورې دمينه والو پرمخ پرانستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته