سیاستخبرونهامنیتTOP

د هېواد د لسو سترو ښارونو امنيتي او د امنيتي تړون د تطبيق د څارنې مسووليت د جمهوري رياست لومړي معاونيت ته وسپارل شو

کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د هېواد د لسو سترو ښارونو امنيتي او د امنيتي تړون د طبيق د څارنې مسووليت د سهار د شپږنيمو بجو په غونډه کې نن د جمهوري رياست لومړي معاونيت ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال امر الله صالح وويل: د جمهوررييس له لارښوونې سره سم د هېواد د لسو سترو ښارونو امنيتي مسووليت او څارنه د جمهوري رياست لومړي معاونيت ته سپارل شوې ده چې د ملي امنيت شورا په مستقيمه همکارۍ به کار په ولايتونو کې پيل شي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز په دې غونډه کې څرګنده کړه: ما ژمنه کړې وه چې پر کابل پوهنتون د بريد دويم طرحه کوونکی کابل ته راولم. هغه حزب الله نومېږي او د کونړ اصلي اوسېدونکى دى. کابل ته لېږدول شوى او د هغه د اعترافونو يوه برخه به سبا له تاسو سره شريک کړم.
د صالح د څرګندونوله مخې؛ طالبان به د افغان ملت او نړيوالې ټولنې په وړاندې د دغه بشري جنايت بيه ورکړي.
د جمهوري رياست لومړى مرستيال په دې غونډه کې وويل: د پنځو جنايتکارو تروريستانو عکسونه چې په ښاري چاودنو کې لاس لري، خپاره شوي دي او دغه راز د لسو نورو تروريستانو عکسونه به چې بيا هم په ښاري بريدونوکې لاس درلود او ستر جنايتونه يې ترسره کړي دي، خپاره شي.
امرالله صالح زياته کړه: په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٨٦ سلنه خلک د سهار د شپږ نيمې ټيم له کارونو څخه چې د امنيتي تړون د تطبيق لپاره کار کوي، ملاتړ څرګند کړى دى او ۲۰ سلنه نور مشخص پيشنهادونه او اطلاعات وړاندې کړي دي چې هر يو څېړل کېږي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته