ټولنه

دهېواد له شمال او شمال ختيځ څخه څه دپاسه شپږ زره تنه حاجيان سعودي عربستان ته ځي .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دهېواد له شمال او شمال ختيځ څخه  څه دپاسه شپږ زره حاجيان سعودي عربستان ته ځي
     دشمال او شمال ختيځ زون دحاجيانو لومړۍ الوتکه دمولانا جلال الدين محمد بلخي  له نړيوال هوايي ډګر څخه دسعودي عربستان په لور والوتله .
  دبلخ ولايت دحج او اوقافو رييس مولوي محمود  دانشور دباختراژانس خبريال  ته خبرورکړ :دهېواد له شمال او شمال ختيځو  ولايتونو څخه شپږ زرو څلور سوه تنه حاجيان دبيت الله شريف  دحج لپاره سعودي عربستان ته ځي 
دبلخ ولايت دحج او اوقافو  رييس په دواړو هېوادونوکې دحاجيانو لپاره  اسانتيا  دبرابرولو يادونه هم وکړه زياته يې کړه دافغانستان حکومت په ټولو مواردو کې دعربستان له حکومت  اوخلکو سره تفاهم کړى دى چې افغان حاجيانو ته ښې زمينې برابرې کړي
ټاکل شوې ده دغه حاجيان په لسو الوتنو کې سعودي عربستان ته لاړشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته