امنیت

دبرقي تذکرې دويش طرحه وڅيړل شوه .

کابل_ باختر دچنګاښ لومړي::
  دبرقي تذکرې دويش دطرحې په باب دزياتې همغږي په مقصد نن دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي او دکورنيو چارو دوزارتونو او دانتخاباتودخپلواک کميسيون ګډه غونډه جوړه شوه .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې چې دمخابراتو دوزير انجنير اميرزي سنګين  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون درييس  فضل احمد معنوي ، دکورنيو چارووزارت داداري معين ، دماليې وزارت داستازي او دکورنيو چارووزارت دځينوجنرالانو او رييسانو په ګډون جوړه شوه دمخابراتو وزير دبرقي تذکرې دويش د طرحې په باب معلومات ورکړل  او دانتخاباتو له ترسره کولو مخکې يې دهغې دويش په باب ټينګار وکړ .
په دې غونډه کې دانتخاباتو خپلواک کميسيون رييس اودکورنيو چارووزارت معين پاسوال مرزا محمد يارمنددموضوع په باب خبرې وکړې ، غونډې پريکړه وکړه چې دبرقي تذکرې دويش طرحه له دقيق غور وروسته به په راتلونکو ورځو کې داړوندو مرکزونو دمسوولينوله خوا لاسليک شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته