کابل باختر د ثور دمياشتې ٨ :
د طالبانو يو قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې په کندز ولايت کې د ناټو په هوايي بريدکې ووژل شو.
په دغو جګړه مارانو تېرماښام د چپې درې ولسوالۍ په ديګل کلي کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدکې د طالبانو يو قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
ده وويل: يرغلګــر په خپل پټنځې کې د يولړ تروريستي فعاليتونو په سازمان ورکولـــو بوخت وو چې د ناټو د بې پيلوټه الوتکــــو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول.
ويل کيږي؛ په دې هوايي بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ