سیاست

ناتو : په لوګر کې دهوايي بريد له امله افغان سرتيرو ته دمرګ ژوبلې داوښتو په باره کې څيړنې کوو .

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
   ناتو وايي چې په لوګر ولايت کې دغوڅ ماموريت دهوايي بريد له امله دنهو تنو افغان سرتيرو دوژل کيدو دادعا په باره کې څيړنې کوي . 
تيره شپه او نن سهار دناتو جنګي الوتکو دلوګر ولايت  دازرې  ولسوالۍ په ځينو سيموچې دافغان پوځيانو او دطالبانو ترمنځ د سختو نښتو ډګر دى بريدونه وکړل .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې  په دغو بريدونوکې دلسګونو تنو وسله والو طالبانو دوژل کيدو تر څنګ نهه تنه افغان پوليسان شهيدان او څوارلس تنه نور ټپيان شوي دي .
ناتو ددغې ادعا له خپريدو وروسته په يوه  خبرپاڼه کې  په دې برخه کې دڅيړنو دپيل خبرې کوي .
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال وويل  افغان سرتيرو  دلوګر ولايت دازرې په ولسوالۍ کې په خپلو پوستو دوسله والو طالبانو دپراخو بريدونوپه بهير کې  له ناتوڅخه دهوايي ملاتړغوښتنه وکړه او په ځواب کې يې ناتو په ازره کې په يولړ هدفونو بريدونه وکړل  او يوله دغو بريدونوڅخه په تيروتنې سره دپوليسو په سرتيرو وشو .
په لسګونو تنو وسله  والو طالبانو تيره شپه دلوګر ولايت دازرې په ولسوالۍ کې په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل  په ازره کې  دافغان پوځيانو او ديرغلګرو طالبانو ترمنځ  جګړې دوام لري .
پوځي مقامات وايي چې په دغو جګړو کې  لسګونو تنو يرغلګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
  دوى دطالبانو په دغو بريدونو کې افغان پوځيانو ته دسر داحتمالي زيان داوښتنو په اړوند څه نه دي ويلي .   ختم-  ف _ اکرم            

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته