سیاست

تبصره

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
په هېواد کې دانتخاباتو دترسره کولو بهير په يوه پيچلي  بهير بدل  شوى دى اوکه چيرې  دشته ننګونو او ستونزو دحل کولو لپاره لاره ونه لټول شي نه شو کولاى  د شفافو انتخاباتو  دترسره کولو هيله ولرو .
دباختراژانس مفسر ليکي: دهېواد دپارلماني  انتخاباتو دترسره کولو نيټه دروان کال  دتلې دمياشتې اته ويشتمه ټاکل شوې ده يعنې له دوو مياشتو  څخه په لنډه  موده کې با يد دغه ملي پروګرام عملي شي   خو دچلنجونو اوننګونو په شتون کې کولاى شو دشفافو  اوسراسري انتخاباتو دترسره کيدو هيله ولرو ؟ 
په دې  وروستيو  وختو کې دانتخاباتو خپلواک کميسيون تاييد کړه چې په غزني ولايت کې پارلماني  انتخابات دټاکلو او مشخصو  دليلونو  له مخې چې شتون لري نه ترسره کېږي .
دانتخاباتو دکميسيون دکاري بهير له پيل څخه په دغه ولايت کې دکميسيون کار دناوړو بدلونونو قرباني شو .
دغزني يوشمير اوسيدونکو څومياشتې مخکې په دې دليل چې په تيرو انتخاباتو کې دغزني ټول استازي له يوه خاص قوم څخه و او په دغه ولايت کې په قومي انډول په ټينګار سره  يې په غزني کې دانتخاباتو دکميسيون سيمه ئيز دفتر وتاړه په غزني ښار کې  دانتخاباتو دکميسيون ددفتر په تړل کيدو  سره په دغه ولايت کې دکميسيون دکار دلارې پرسر زياتې ستونزې پيداکړې .
په پاى کې  وپتيل شوه چې غزني دې دراى ورکولو په دريو حوزو بدل شي هغه کار چې  په بل هيڅ ولايت کې نه دى شوى بلکې ټول ولايتونه يوه انتخاباتي حوزه لري .
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون دې کار نه يواځې په غزني کې بلکې په نورو ولايتونوکې يې غبرګونونه راوپارول او په کميسيون تور ولګول شو  چې دقوم او تبار له مخې دخلکو دبيلتون په لټه کې دى .  هغه خبره چې دکميسيون له خوا رد شوه او دانتخاباتو دکميسيون ستونزې  يواځې په غزني  ولايت کې دروانو ستونزو په شتون کې نه خلاصه کېږي .
دغه کميسيون دهيلو پرخلاف  دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو ترسره کول هم وځنډول   علت  هم په يوشمير ولسواليو کې ناامني او دولسواليو په شوراګانو کې مالي ستونزې اعلام شوي دي .
دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو نه ترسره کيدو يوه بله کاري تشه په ډاکه  کړه په داسې حال کې چې په يوشمير ولسواليو کې شته ستونزې او دولسواليو دشوراګانو دمالي بودجې دتامينولو څرنګوالى له پخوا څخه معلوم و  خو کميسيون په هغو هيلو سره چې په خپله يې لرلې  او په دې ژمنې سره چې له خلکو سره يې کړې وه خپل کار پيل کړ خو اوس دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو د نه ترسره کولو خبرې کوي .
ستونزه په کوم ځاى کې ده په نامناسب تحليل او څيړنه ، په لنډ پارو تصميم نيونو اويا هم دبهرنيو کړيو په فشار  او ديکته کې ؟  له بلې  خوا دافغانستان  ستر ملي ائتلاف  چې له څو سياسي ګوندونو  څخه جوړ شوى دى او دانتخاباتي نظام په ښه والي ټينګار کوي  په سلګونو زرو جعلي پيژند پاڼې يې رسنيو ته وښودلې .
  دغه راز دغه ائتلاف وايي چې راى ورکوونکو نوم ليکنې په باب  دانتخاباتو دکميسيون له خوا وړاندي  شوي ارقام او نور ارقام سم او کره نه دي بلکې دغه کميسيون خپل کار په مهندسي شوي بڼه پرمخ بيايي آن دغه ائتلاف دکميسيون په پته  والي چې ګنې  د انتخاباتو کميسيون په افغانستان کې ديواړخيزو انتخاباتو دترسره کولو په لټه کې دى .
سره له دې چې دکميسيون لوړ پورې مسوولان دشفافيت خبرې کوي او په دغه کميسيون لګول شوي تورونه ردوي او خپل کړه وړه  توجيه کوي او دهغو لپاره دلايل وړاندې کوي خو دغو خبرو او دليلونو ونه کړى شول دنظام انتقاد کوونکو سياسي کارپوهانو او دمدني ټولنې فعالانو ته قناعت ورکړي .
ديادونې وړ ده هغو څوانتخاباتو چې په تيرو اوولسو کلونوکې په هېواد کې ترسره شول زياتې تشې او نيمګړتياوې  لرلې چې په پاى کې يې دانتخاباتو دکميسيون  په نسبت د خلکو باور کم کړ او دروانو ستونزو په شتون کې دانتخاباتو دکميسيون په نسبت دغه نظر نوى کېږي خو هغه څه چې دکميسيون مسوولان په مسوولانه ډول عامه افکارو ته ځواب ورکوونکي واوسي ، کميسيون بايد هڅه وکړي چې يوسياسي تفاهم او دمنلو وړ يو کاري ميکانيزم رامنځته کړي له دې پرته به ټولنيز درز رامنځته شي اوسياسي جنجالونه به پراخ کړي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته