روغتیا

د تخار د روغتيايي مرکزونو په سمبالولو ټينګار وشو

کابل باختر د لړم پنځمه :
د تخار د عامې روغتيا رياست نن د ورسج او کلفګانو د ولسواليو له روغتيايي مرکزونو او د دغه ولايت د کوچيانو له ګرځنده کلينيک سره درې امبولانسونه مرسته وکړه .
دتخار دعامې روغتيا رييس حفيظ الله صافي د باختر اژانس خبريال ته وويل  چې دغه امبولانسونه دناروغانو دليږدونې په خاطر په اړتيا وړ وسايلو سره سمبال دي.
ده وويل چې دغه امبولانسونه دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه پيرودل شوي دي او ددغو روغتيايي مرکزونو دناروغانو د ستونزو د حل کولو په خاطر سپارل شوي دي .
په همدې حال کې دتخار والي ډاکتر فضل الله مجددي ددغوامبولانسونو دسپارلو په وخت کې دهغو په ښو ساتلو  ټينګار وکړ او د کليوالي کلينيکونو سمبالول يې د روغتيا د ښه والي په لاره کې يو ګټور ګام وباله .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته