سیاستخبرونهTOP

د رییس الوزرا مرستیال: ټول افغانان په هېواد کې د سوله ییز ژوند حق لري

کابل / د کب ۴ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مخکېني حکومت د سولې په چارو کې د دولت له وزير او ځانګړي استازي عبدالسلام رحیمي سره وکتل.

په دې کتنه کې عبدالسلام رحیمي د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا د ټولو افغانانو لپاره یو تاریخي فرصت دی چې د دایمي هوساینې لپاره ګډ کار وکړي.

په ورته وخت کې د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هېواد ته د عبدالسلام رحیمي پر بېرته راګرځېدو خوښي وښوده  او ویې وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول په هیواد کې د سوله ییز ژوند حق لري.

مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو هغو کسانو چې هېواد یې پرېښي، وغوښتل چې بېرته هیواد ته راستانه او د خپل وطن د ابادۍ او سوکالۍ لپاره هڅې وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته