امنیت

دنشه يي توکو څلور تنه پلورونکي ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
دنشه يي توکوڅلور تنه  پلورونکي ونيول شول .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمديريت کارکوونکي دنشه يي توکو دڅلورو تنو پرچون پلورونکو په نيولو بريالي شول .
دغه کسان چې دهرات ښار دبيلابيلو ناحيو اوسيدونکي دي له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو دعملياتوپه بهير کې  له څلور سوه ديرشو بوريو  هيرويين او ښيښه يي ډوله نشه يي توکوسره نيول شوي او ترپوښتنې لاندې دي .
په يوبل خبر له کې ويل شوي دي چې دهرات پوليسو دوه تنه دموټرو  دغلا او له جواز پرته دوسلو دلرلو په تور ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته