ټولنه

د پکتيا په تاریخي سيموکې خپلسرې کندنې پیل شوې

ګردیز باختر د لیندۍ د میاشتې ٨ مه
د پکتيا ولایت د ابراهيم خېلو د سيمې ځايي اوسيدونکي وايي چې د دغې سیمې په تاریخي  ځايونوکې د شپې پر مهال د نامعلومو کسانو له خوا خپلسرې کندنې کېږي.
دوی وايي چې مرستندویه موسیسو او حکومت په دغه ولایت کې د لرغونو ځایونو ساتنې او رغونې ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې، چې له امله يې اوسمهال ډیری تاریخي ځایونه د ویجاړیدو او له منځه تللو د ګواښ سره مخامخ دي.
دوی زیاتوي، په ځينو تاریخي ځایونو کې خپلسرې کیندنې پیل شوي او یا یې هم اړوندې سیمې او ځمکې د غصب په حال کې دي چې د دغه ولایت تاریخي برم ته یې ډېر زیان اړولی دی.
دغه تاريخي ابدات او ځایونه د بالاحصار کلا، ،موشکه، اوده کۍ، د میرزکې خزانه، کولالګو، چشمه ماران، د غورګورۍ سیمه، په بنوزیو کې د یادګار حضرت علي سیمه، د ذکریا پیغمبر زیارت، کوتر خانه ، د نامتو دیني او فقي عالم شاه ابوالحسن خرقاني زیارت او نور ځایونه دي چې جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
بل خوا د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس محمد شفا مشفق وايي چې په ځلونو،ځلونو يې مرکزي دولت او ځايي چارواکو ته د تاريخي ځايونو د بيارغونې وړانديزونه کړي دي،خو يوازې ژمنې ورسره شوي دي.
هغه وايي په تېرو شپاړسو کلنو کې له ډېرو هلو ځلو وروسته  يوازې په دې بريالی شوي چې په راتلونکي کال کې د ګرديز بالاحصار د بیا رغولو لپاره بودیجه پیدا کړي.
مشفق زیاتوي چې په دغه و لایت کې تر پنځه اویا پورې تاريخي ځايونه او ابدې شته چې ټول يې جدي پاملرنې او رغونې ته اړتيا لري.
هغه وايي چې د ګردیز بالاحصار او د میرزکې خزانه هغه تاریخي ځایونه دي، چې د هېوادونو په کچه د ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي.
د مشفق په وینا د ميرزکي خزانه چې د پخواني جمهور رېیس محمد ظاهر خان د واکمنۍ پر مهال رابرسېره شوې ده، په تېرو دولتونو کې ورڅخه په غيرې فني او قاچاقي ډول سره يو شمېر اثار ايستل شوي او په ګاونډيو هېوادونو پلورل شوي دي.
هغه وايي که د ګردیز بالاحصار،ميرزکي خزانه او يو شمېر نور تاريخي ځايونه ورغول شي،نو د کال په اوږدو کې به زرګونه سيالانيان ولري او دولت به هم ورڅخه ميليونونه عاید ترلاسه کړي.
مشفق وویل:که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته کمه بودیجه ورکول کېږي خو بیا هم له کمو امکاناتو سره،سره هڅه کوي،څوهغه تاریخي سیمې ورغوي چې له ګواښ سره مخامخ دي.
هاخوا بيا د پکتيا امنيتی مسولين ډاډ ورکوي چې د تاريخي ځايونو او ابداتو ساتنې ته جدي پاملرنه کوي.
د عامه نظم د پولیسو د لوا قومندان سمونوال محمد رحیم کوهستاني د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې په ټول توان سره به د تاریخي ځايونو څخه ساتنه وکړي او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې په غير قانوني ډول سره په تاريخي ځایونو کې خپلسري کندنې وکړي.
د یادونې  وړ ده چې که له یوې خوا د پکتيا تاریخي ځایونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي، له بلې خوا دغه تاریخي سیمې او ابدې اوسمهال د ناامنیو له امله نه کورني سيالانيان لري او نه هم بهرني.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته