امنیت

په هلمند کې د پوځي عملياتو دوام؛ ٢٣طالبان ووژل شول

کابل/ د لیندۍ ۲٢مه/ باختر
په داسې حال کې چې د هلمند په ځينو سيمو کې د ډاراچوونکو جګړه مارانو پرضد عمليات دوام لري، پوځيان په دغوعملياتو کې د٢٣ طالبانو د وژل کېدوخبره کوي.
دغه نښتې تېره شپه د هلمند پرځينو سيمو کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
دغه عمليات د سلګونو سرتيرو او د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ناوې، نادعلي، نهرسراج ولسواليواو لښکرګاه ښار ته څېرمه ترسره شول.
دهلمند يو جګپوړي امنيتي مقام باختراژانس ته وويل پوځيان وکولاى شول په دغو عملياتو کې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي.
هغه تائيد کړه چې په نويو نښتو کې ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ډاراچوونکو ضدعمليات په هلمند کې دوام لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته