سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د کابینې غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې غونډې په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو تروریستي پېښو د عاملانو د پیژندنې په موخه د اقداماتو او ارزونو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ چې نتایج به یې ژر اعلان شي.
ورپسې د ملي امنیت شورا مرستیال غونډې ته د هېواد په ساتنه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د زړورتیا او مېړانې د قدرونې په خاطر د"کب نهمه" نېټه د هېواد په تقویم کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په نوم نومولو وړاندیز وکړ چې تصویب شو.
ورپسې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د کنړ ولایت د پرې شویو ونو د چارتراشو په اړه د وزیرانو شورا د اقتصادي کمېټې د پرېکړې په هکله غونډې ته معلومات ورکړل، زیاته یې کړه، د دغې پرېکړې له مخې د وچو او لمدو لرګیو د تفکیک وروسته د پروسس شویو لرګیو صادرولو ته پرته له دې چې ګمرکي محصول ورنه واخیستل شي اجازه ورکول کېږي. همدارنګه د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د کنړ والي سره په همکارۍ دنده لري چې پرې شوي لرګي یو امن ځای ته راټول کړي او د زېرمه شویو لرګیو اندازه تثبیت او د کنړ لرګیو د صادرولو محصول د ولایت څخه کابینې ته پيشنهاد کړي.
په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم له مخې کنړ ته یو پلاوي سفر کړی و، چې د کنړ ولایت د ونو د پرې کولو او د چارتراشو د لیلام موضوع یې واروزله او خپل راپور یې له اصلاحي وړاندیزونو سره جمهوري ریاست ته وړاندې کړ، جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د کنړ ولایت د چارتراشو په اړه د وزیرانو شورا د اقتصادي سکرټریټ پرېکړه دې د کابینې غونډې ته وړاندې شي.
   کابینې، د ځنګلونو پرې کول او له هېواد بهر د چارتراشو قاچاق ممنوع کړل او د کرنې وزارت یې موظف کړ چې د اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او د چاپيریال ساتنې ادارې په همکارۍ د ځنګلونو د پرې کولو او د چارتراشو د قاچاق د مخنیوي، د هېواد د لرګیو په صنعت کې له هغو څخه د کار اخېستو په څرنګوالي او د ځنګلونو د احیا په اړه د نورو هېوادونو تجربو څخه په استفادې مناسب میکانیزم ترتیب کړي، همدارنګه د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې له هېواد بهر د لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه منظم پلان ترتیب او پلی کړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د افغانستان د طبي شورا طرحه او هغه پورې اړوند بزنس پلان غونډه کې مطرح کړ او د دغې طرحې د سټراټيژیکو موخو یادونه یې وکړه وې ویل، د دغې طرحې موخې عدلي او قضايي مراجعو ته له ارجاع کولو مخکې د مسلکي طبي تخلفاتو په اړه شکایتونو ته  رسېدنه، د ډاکټرانو او ناروغانو د خوندیتوب او حقوقو په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړول دي. کابینې یاده طرحه په پرنسیپ کې تصویب کړه او د عامې روغتیا وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه تصحیح او نهايي کړي.

وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین په افغانستان کې د کاریزونو د ساتنې او بیارغاونې طرحه غونډه کې مطرح کړه، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د کاریزونو د اوسني وضعیت څرنګوالی غونډې ته تشریح کړ او زیاته یې کړه، د اوبو او انرژۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ګډې سروې مطابق په ۱۳۸۲کال کې په ټول هېواد کې (۹۳۷۰) کاریزونه موجود و، چې له دغو څخه (۳۴۰۴) کاریزونه چې د هېواد د ټولو کاریزونو ۳۶سلنه جوړوي د کارونې وړ نه دي، هغه ستونزې مشخصې کړې او د رفع کولو لپاره یې پیشنهادي طرحې او همدارنګه یې د کاریزونو د ساتنې او بیا احیا لپاره عملي پلان غونډې ته وړاندې کړ.
کابینې له هراړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت موظف کړ چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په همکارۍ یاده طرحه اولویت بندي کړي، د مالیې وزارت سره په تفاهم دې د هغې بودجه مشخصه او په یاده طرحه دې د نورو هېوادونو تجربو څخه په استفادې بیاکتنه وکړي او د کابینې نورو غونډو ته دې وړاندې کړي.

د کور او ښارجوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په ګوسفند دره، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د شیخ مصري او د بهسودو ولسوالۍ په قاسم آباد  کې د کډوالو د ښارګوټو ځمکو څخه د ګټې اخېستو د ارزونې او د مطالعې څرنګوالی غونډه کې مطرح کړ، د ښارګوټو لپاره یې دغه ساحه دولتي او مناسبه وبلله او زیاته یې کړه، د کابل ولایت په ګوسفند دره کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو په پام کې نیول شوې ځمکې ساحې غصب شوي دي.
غونډې له هر اړخیز بحث وروسته د افغانستان د ځمکو اداره، د کورنیو چارو وزارت، د کابل ګارنیزیون قوماندانۍ او د ننګرهار والي په همکارۍ موظف کړه چې د یادو ښارګوټو د غصب شویو ساحو په بېرته راخپلولو کې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د درې اونیو په موده کې اقدام وکړي، همدارنګه یې د ښارجوړولو او کډوالو وزارتونو، د افغانستان د ځمکو ادارې او د پایتخت زون ادارې په ګډون کمیسیون موطف کړچې په یادو ښارګوټو کې افرادو او اشخاصو ته د ځمکو د وېش څرنګوالی له هره اړخه وارزوي او د نتایجو په اړه یې جمهوري ریاست ته راپور وړاندې کړي.    

په همدې توګه د حیرتان بندر د ښارګوټي تفصیلي پلان غونډې ته وړاندې شو او څرګنده شوه چې دغه پلانونونه په ټولیزه توګه په ۱۸۵۰،۹۸ جریبه مساحت ځمکه کې په درې پلانونو (سوداګريز، استوګنیز او ورزشي ساحو) کې ترتیب شوي دي، چې په سوداګریزه ساحه کې لس پوړیزې او پنځه پوړیزې ودانۍ په پام کې نیول شوې دي چې په هغو کې سوداګریز دفترونه، هوټلونه، رسټورانټونه، روغتیايي کلینکونه، پارکونه، جومات، او شنه ساحه شامله ده، همدارنګه استوګنیزو ساحو کې استوګنیزې نمرې، عام المنفعه تاسیسات، پارکونه، ښاري سالون، جومات، کلینیک او ورزشي ساحه شامله ده.
کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د کور او ښارجوړولو وزارت موظف کړ چې یاد پلان د لا زیات بحث لپاره د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.
ورپسې د کور او ښارجوړولو وزیر د بامیان ښار فرهنګي پلان چې د دغه ولایت له ماسټر پلان، د وېش وړ ساحو انکشافي پلان او د دغه ولایت په مرکز کې د ځمکو د خرڅ میکانیزم سره سم جوړ شوی دی، غونډه کې مطرح کړ، د وېش وړ انکشافي ساحې یې مشخصې او د ښارګوټو د ځینو برخو تداخل یې په فرهنګي پلان کې غونډې ته تشریح او توضیح کړ، همدارنګه یې په دغه ولایت کې بېلابېلو اقشارو ته د ځمکې د وېش میکانیزم ټاکلې بیې او  قسطونو او فیصدۍ ته په پام، معلومات وړاندې کړل.   
کابینې د کور او ښارجوړولو وزارت موظف کړ، هغه ساحې چې د بامیان ولایت په فرهنګي پلان کې یې تداخل کړی دی مشخصې او د اندازې په ذکر کولو سره دې د تصمیم نیولو لپاره د کابینې نورو غونډو ته وړاندې کړي.
د اجنډا په بله برخه کې، د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین د ترافیکو د عمومي ریاست پيشنهادي او اصلاحي طرحه،  تشکیلاتي ریفورم او د فساد څخه د مخنیوي لارو چارو ته په پام غونډه کې مطرحه کړه او څرګنده یې کړه، دا طرحه د واټونو او ترافیک د خوندیتوب، خلکو ته د ترافیکي خدمتونو د وړاندې کولو، نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د فساد مخنیوي، د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو د مخنیوي، د ترافیکي امنیت او نظم په تامین کې د اړوندو ادارو د مشارکت او همکاریو د راجلبولو په موخه ترتیب شوې ده. هغه ننګونې او ستونزې یادې کړې او د حل په موخه یې لنډ مهالي، منځمهالي او اوږدمهالي وړاندیزونه وکړل.
کابینې له هر اړخیز بحث وروسته، کورنیو چارو وزارت موظف کړ، چې په یاده طرحه دې د اقتصاد او ترانسپورټ وزارتونه، د چاپيریال ساتنې اداره او کابل ښاروالۍ په ګډه همکاري بیاکتنه وکړي او د اقتصاد عالي شورا ته دې وړاندې کړي.
ورپسې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د سارک انکشافي صندوق د منشور د پنځمې مادې (الف) او (ب) بند د تعدیل طرحه غونډه کې مطرح کړه، څرګنده یې کړه چې له دغه تعدیل څخه یې موخه د برنامو انسجام دی چې د سارک غړی یو یا له یو څخه زیات هېوادونه په کې دخیل وي او مستقیمه ګټه یې له یو څخه زیاتو هېوادونو ته رسېږي. کابینې یاده طرحه تائید کړه.
ورپسې د افغانستان د ځمکو ادارې د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې واقع د اشخاصو د (۳۶،۵) جریبه موازي ځمکې د استملاک اسنادو د بیاکتنې په اړه چې د لښکرګاه ښار د هوايي ډګر د پراخولو پروژه کې شامله شوې ده، غونډه کې یاده کړه او څرګنده یې کړه، چې د یادو ځمکو اسناد دې په یوه غونډه کې اړوندو ارګانونو سره بیا ځلي وکتل شي، دا چې د افغانستان د ځمکو اداره په نوموړي ولایت کې دولتي ځمکه په واک کې لري، نو وړاندیز کېږي چې د قېمت په ځای دې د یادې ځمکې په تبادله کې ګام پورته شي، چې تصویب شوه.
د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معین له غونډې څخه د میاجان مجددي د وارثانو (۵۷۹۰،۱۱) متره موازي ځمکې د بیې ورکولو د منظورۍ غوښتنه وکړه چې دا مهال پرې د بګرامیو ولسوالۍ د بتخاک د ذکورو لیسه جوړه شوې ده، چې تصویب شوه.
په همدغه ترتیب، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د پروان ولایت په چاریکارو ښار کې د اشخاصو ملکیت (۶۵۶) متره موازي ځمکې چې درې بابه استوګنیز کورونو سره استملاک شوې ده د خساري د جبران د ورکړې غوښتنه غونډه کې مطرح کړه چې د سړک  او د اوبو کانال د حریم د پراخولو له کبله قسما ویجاړ شوي دي، چې تصویب شوه.
ورپسې د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې سرپرست، د کریم الله ولد عبدالولي اړوند ملکیت د (۳۶،۱) جریبه موازي ځمکې د استملاک موضوع غونډې ته وړاندې کړه چې دا مهال پرې د نورستان ولایت اداري ودانۍ جوړه شوې ده، چې تصویب شوه.
د غونډې په دوام، د فواید عامې وزیر، د پروان ولایت د غوربند په سیاه ګرد کې د حیات الله اړوند ملکیت (۹۵) متره موازي ځمکې او (۷۵۰) متره مکعب ودانۍ د استملاک موضوع چې د بامیان ـ متک سړک پرې راغلی دی، غونډې ته وړاندې کړه، چې تصویب شوه.
د غونډې په پای کې، د فواید عامې وزیر د رامنځته شویو حقوقي ستونزو په اړه چې د حیرتان ـ مزار شریف ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د حفظ او مراقبت په برخه کې د دغه وزارت او د ازبکستانۍ ST کمپنۍ ترمنځ رامنځته شوې ده، غونډې ته معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه، د یادې کمپنۍ سره د شوي قرارداد سره سم یې (۲) سلنه مالیه ورکوله چې پر عایداتو د مالیاتو قانون د (۶۶) مادې د (۱) فقرې په تعدیل سره دا مالیه (۴) سلنه زیاته شوې ده او یاد شرکت له (۲)سلنې مالیې سره مخالفت کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې پرېکړه وکړه چې له یادې کمپنۍ څخه (۲) سلنه مالیه ترلاسه او پاتې (۲)سلنه دې د فواید عامې وزارت له بودجې څخه ورکړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته