ټولنه

په قندهار ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ديوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دقندهار _ سپين بولدک په لويه لاره کې  تيره شپه ديوې ترافيکي  پيښې له امله ديوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دقندهار ولايت دترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دقندهار _ سپين بولدک  په لويه لاره کې دتخته پل ولسوالۍ ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې ديوې کورنۍ غړي په يوموټر کې سپاره وو او دزيات ګړنديتوب له امله له واټ څخه ووت اوچپه شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې پيښه کې دوه تنه ښځې اويوماشوم ووژل شول او دوه ښځې او دموټر چلوونکې ټپيان  شول   .
دپيښې ټپيان ټول ديوې کورنۍ غړي دي .
يوه اړونده خبرځاى  زياته کړه    دپيښې ټپيان  ډير ژر  روغتون ته وليږدول شول او دروغتون دروغتيايي مسوولينو د څرګندونو له مخې  دپيښې دټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته