امنیت

د نشه يي توکو دوه تنه پلورونکي په کابل کې ونيول شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
دکابل پوليسو نن د نشه يي توکو دوه تنه پلورونکي ونيول.
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: لومړى سړى دکابل ښار د څلورمې ناحيې د دهن باغ په ساحه کې د هيروينو د پلورنې په وخت کې ونيول شو.
ډويم سړى چې غوښتل يې اته کيلوګرامه اپين کابل ته راوړي؛ د کابل په ختيځه دروازه کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته