ټولنه

په ننګرهار کې دسيند داحتمالي اوبو دڅپانده کېدو څخه په لسګونوکلي اوکروندې خوندي شوې .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
دسيندترڅنګ ديوه استنادي ډيوال په جوړولو سره دننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې  دسيند داوبو له څپانده کېدو څخه  دخلکو په لسګونو کورونه او په سلګونو جريبه کروندې  په امن کې شوې .
دغه استنادي ديوال دڅلور سوه اتيا مترو په اوږدوالي داته نيمو ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى .
دننګرهار  درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وايي چې ددغه ديوال جوړول دسيند په دواړو غاړو کې  دخلکو په لسګونو کورونه او په سلګونو جريبه کروندې داوبو دڅپانده کېدو اودسېلاونو له راوتلو څخه په امن کې شوې دي .
له دې مخکې په وارو وار سره دسيند داوبو څپانده کېدل دخلکو کورونه اوکروندې  ويجاړې کړي دي .
ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته