امنیت

په لغمان کې دالماس – ٦ عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
په لغمان ولايت کې دالماس – ٦ په نامه ګډ چاڼيز عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
دد ٢٠١ سيلاب قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن شيرين آقا فقيري وايي دغه ګډ چاڼيز عمليات د الماس – ٦ په نامه د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړۍ پلې لوا ، ملي پوليسو ، دعامه نظم دپوليسو او دملي امنيت دځواکونو په هلوځلو سره دلغمان ولايت دمرکز په مربوطاتو کې دښه امنيت دتامينولو او دښۍ حکومتوالۍ دشفق دعملياتو په ملاتړ ترسره شول.
ددغو عملياتو په بهير کې دچل سي ، ده محفوظ قلعه مصري ،شورابه نغلو ،قلعه صافي ،شهبازخيلو او دقلعه دليل کلي دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي او د موټر سايکلونو سل جعلي کارتونه دهاوان پنځه ماينونه ترلاسه شوي او دوه مشکوک کسان نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته