کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
په نيمروز ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه شهيدان او يوبل مامور ټپي شو .
ددغو پوځيانو دسپرلۍ موټر پرون دنيمروز ولايت دخاش ولسوالۍ په مرکز کې دګزمې په وخت کې په ماين وخوت .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى شفيع داود زي دباختراژانس خبريال ته وويل په دې چاودنه کې دخاش پوستې يو قوماندان ټپي شو او دوه تنه سرتيري شهيدان شول .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ