امنیت

د سره صليب کارکوونکو د هېواد په شمال کې د داعش جيل ته وليږدول شول

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٥ :
د داعش د ډلې له خوا د سره صليب اسير شويو کارکوونکو د داعش جيل ته چې د هېواد په شمال د جوزجان ولايت د قوش تيپې ولسوالۍ په چقمه سيمه کې نوى جوړ شوى دى؛ ليږدول شوي دي .
د جوزجان و ايت امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: داعش په دې ولايت کې خپل فعاليتونه زيات کړي دي او دغه موضوع  د جوزجان ولايت او د هېواد شمال ته يو جدي  ګواښ بلل کيږي .
ترکستاني زياته کړه: اوس د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ په سلوکې څلويښت  د داعش د ځواکونو تر کنترول لاندې دي.
دغه راز د جوزجان ولايت اوسيدونکي هم په دغه ولايت کې د داعش ډلې د بې ساري شتون خبره کوي او وايي چې د داعش ډله د جوزجان، سرپل او د فارياب په ولايتونوکې په داسې حال کې چې دولتي ضدفعاليتو نه ترسره کوي، دغه دغې ډلې ته د سرتيرو د جذبولو فعاليت هم کوي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختوکې د سره صليب شپږ تنه کارکوونکي  د جوزجان ولايت  د قوش تيپې ولسوالۍ په ترکمن قدق سيمه کې د دغې ادارې په موټر د داعش ډلې له خوا په بريد سره شپږ تنه شهيدان او دوه تنه نوريې د دغې ډلې له خوا اسيران شول.
دغوکارکوونکو د وروستيو واورو ښوييدنو له امله له زيانمنوشويوکورنيو سره د مرستې  په حال کې وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته