سیاستTOP

د اوبو او انرژۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو معینانو د چارو پر ښه والي ټینګار وکړ

کابل / د لیندۍ ۲۱مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین مولوي عارف الله عارف او د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد نن د یوې ناستې په ترڅ کې د چارو پر ښه والي ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو معینانو، د بېلابېلو اداري موضوعاتو او د چارو د ښه انسجام او همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین، د دغه وزارت د تشکیلاتو او فعالیتونو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د افغانستان اسلامي امارت ویاند ته معلومات ورکړل.
په پای کې دواړو لوریو د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته