ښوونه او روزنه

بې وزلي نه شي کولاى دعلم اوپوهې دزده کړې په برخه کې دځوانانو داستعداد اوهڅو خنډ شي .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دازموينې  پنځه تنه غوره څيرې نن دافغانستان دحرکت اسلامي ازاد دځوانانو دپيوستون دغورځنګ  له خوا  وستايلې شوې .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دخپرونو دچارو دمعين فاضل سانچارکي اوديوشمير  دولتي چارواکو او ځوانانو په شتون په کابل کې جوړه شوې وه داجراييه رياست سلاکار  ډاکتر سيد محمد علي جاويد دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دازموينې دغوره څيرو هلې ځلې وستايلې او ويې ويل  چې دهېواد غوره څيرې دافغانستان دراتلونکي جوړونکي دي او دهيواد په ترقۍ او پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي .
داجراييه رياست سلاکار سيد ضيا رفعت هم په تولنه کې په تيره بيا دهېواد په ترقۍ او پرمختګ  دځوانانو درول په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې ځوانان دعلم او پوهې په زده کړې او هلوځلوسره کولاى شي خپل هېواد ودان او سمسور کړي .
دغه راز په دې غونډه کې دازاد افغانستان دحرکت اسلامي دځوانانو دپيوستون دغورځنګ رييس سيد ضيا حسيني په دې  ترڅ کې چې دپنځو پياوړوځوانانو قدرداني وکړه او ويې ويل چې بې وزلي نه شي کولاى دعلم اوپوهې دزده کړې په برخه کې دځوانانو  داستعداد اوهلوځلو خنډ شي .
دغه راز ده له حکومت څخه وغوښتل چې ځوانانو ته دزده کړې زيات فرصتونه او د ارامۍ او امنيت فضا برابره کړي .
په دې  غونډه کې رضا رفعت چې دلوړو زده کړو   په موسسو کې دشموليت دازموينې ډيرې لوړې  نمرې ترلاسه کړې دي د نوروپه استازيتوب خبرې وکړې او له هغو بنسټونو څخه يې چې دوى يې وستايل مننه وکړه او ويې ويل چې موږ او ټول ځوانان دمسوولانو زيات ملاتړ ته اړتيا لرو په پاى کې دلوړو زده کړو  په موسسو کې دشموليت دازموينې پنځو تنو غوره څيرو ته دمسوولانو له خوا ستاين ليکونه ورکړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته