کابل باخترد لړم د مياشتې ٢٥ :
د تخار ولايت دخواجه غار ، درقد ، دشت قلعه او داشکمش دولسواليو ١٥٥ تنه سيمه ييز پوليسان دتخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې ديوې روزنيزې مسلکي او حقوقي دورې له تيرولو وروسته فارغ شول .
دتخارولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول عبدالخليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛ دغه ٣٥ ورځيني پروګرام چې ددغو ولسواليو دسيمه ييزو پوليسو دظرفيت دلوړولو په لاره کې دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دحقوقي مدير له خوا پيل شوى و ، دتصديق ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيد.
0 د یوې دقیقې څخه لږ