ټولنه

څلويښت تنه معلولين له حرفوي کورس څخه فارغ شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
په لغمان ولايت کې نن څلويښتو ټنو معلولينو نن له لس مياشتنى حرفوي کورس څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د لغمان ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه حرفوي کورس د خياطى ،ګلدوزى ، سينګار او نورو برخو کې د سويډن د کميټې په مالي مرسته پيل شوى و.
دخبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغه کورس برخه وال ٢١ تنه هلکان او ١٩ تنه نجونې وې چې د فراغت د سندونو د ويشلو په وخت کې په هغوى د حرفوي کار وسايل هم وويشل شول.
دکورس فارغان کولاى شي د خپلو حرفو له لارې د خپلو کورنيو د اقتصادي حالت په ښه والي کې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته