امنیت

په هرات کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه سرتيري ووژل شول.

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢ نيټه :

دملي اردو دوه تنه سرتيري په هرات ولايت کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول.

ويل کيږي  چې په دې پيښه کې څلور تنه نور سرتيري ټپيان شوي دي .

دغه پيښه پرون له هغه وروسته رامنځته شوه چې دوو سرتيرو دسپرلۍ موټر داوبي ولسوالۍ دسيروان په سيمه کې په ماين وخوت .

دهرات دوالي ويندوى محي الدين نوري له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه  تائيد کړه او وسله وال طالبان يې ددغې پيښې مسوول وبلل.

ديوبل خبرله مخې.  دملي اردو څلور تنه سرتيري  دشينډنډولسوالۍ په مربوطاتو کې  ديوې ترافيکي پيښې له امله  ټيپيان شول .

دغه پيښه   پرون ددغو سرتيرو دسپرلۍ موټر دچپه کيدو له امله رامنځته شوه .

دهرات دپوليسو يو مسوول باختراژانس ته وويل  چې دلارې خرابوالي او دچلوونکي بي احتياطي ددغې پيښې سبب شوې ده .

 له بله پلوه  دهرات  دعامې روغتيا مسوولين ددوو تنو ټپيانو روغتيايي جالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته