کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
د مزارشريف ښاروالۍ د مدني ټولنو د يوشمېر فعالينو، ځوانانو او د مزارشريف د اوسيدونکو په همکارۍ د ښار د پاکولو اقدام وکړ.
د اشر په دې کارکې لسګونو تنه ګډون کړى و او د مزارشريف ښار د حلقوي سړک درې کيلومتره يې له کثافاتوڅخه پاک کړ.
د مزارشريف د ښاروالۍ سرپرست نصيرعيسى باختر آژانس ته وويل: د دغه اشر د ترسره کولو هدف دښاري فرهنګ او له کثافاتوڅخه د پاک چاپيريال د فرهنګ رواجول او له ښاروالۍ سره د خلکو همکاري وبلله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ