امنیت

حامد کرزي د ملکي وګړو مرګ ژوبله وغندله.

 کابل باختردتلې د مياشتې  ٨  :

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د ننگرهار په اچين ولسوالي کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو برید کې د ملکی خلکو وژنه په کلکو ټکو غندي.
دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
حامد کرزی افغانستان کې پر ملکي تلفاتو اندېښنه څرګندوي او د ننگرهار په اچين ولسوالي کې د امریکایي پوځیانو د بې پیلوټه الوتکو هغه برید چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي په کلکو ټکو غندي.
حامد کرزی د افغانستان پر كليو او بان‌‌‌‌‌‌ډو د دغه راز غیر مسوولانه بریدونو او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې عواقب ښه نه بولي او زیاتوي چې په هېواد کې ناسم روان حالات دا څرګندوي چې د دغه شان بریدونو او بمباریو له امله د خلکو وژنه او د هغوی د کورونو ویجاړول به په افغانستان کې د خلکو د کلکو غبرګونونو باعث وگرزي.
حامد کرزی د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر استدعا کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته