نړۍ

د نجونو يوبل ښوونځي وچول شو

کابل باختر دليندي اتمه
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دخيبر پښتونخوا په ايالت کې دحکومتي سکتور دنجونو په يوه ښوونځي بريد وکړ او ويجاړ يې کړ .
دديلي تايمز ورځپاڼې دخبر له مخې  پوليس وايي چې دغه ښوونځي پرون ناوخته دچاوديدونکو توکو په کارولو سره ويجاړ شوي دي .
يوه اړونده خبرځاي وويل په دې بريد کې دهنګو په سيمه کې ددغه ښوونځي ودانۍ په  بشپړه توګه ويجاړه شوې ده
ديادونې وړ ده چې تند لاري زياتره دخيبر پښتونخوا  په ايالت کې په حکومتي ښوونځيو په تيره بيا دنجونو په ښوونځيو بريدونه کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته