سیاست

تبصــره :

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢:
افغانستان  په سيمه ييزو همکاريو او اړيکو کې  له دوو ارادو سره  چې دپرتلې وړ  نه دي مخامخ دى. يوه دا اراده چې  له دوديزو دوستانو څخه په هېـــــوادکې دسولې اوثبات د اعاده کولو لپاره شتون لري او بله  د هېــــواد  اراده ده چې  په افغانستان کې  دويجاړتيا ، بې ثباتۍ او جګړې په باب فکرکوي.
دباخترآژانس مفسر ليکي :
جمهوررئيس محمداشرف غني پرون په داسې حال کې  چې دهند صدراعظم نرندرامودي دويډيو کنفرانس له لارې شاهد و دبهرنيو چارو وزارت دستور ماڼۍ له بيا رغاونې وروسته پرانيستله .
دغه   ماڼۍ  چې په  افغانستان  او سيمه کې دديپلوماسۍ  څرګندويه  ده دهندوستان  په مالي او تخنيکي مرستې سره  بيارغاوله شوې ده .
دروان  هجري لمريز کال په بهيرکې  دا په افغانستان کې دويمه ستره عمراني پروژه ده چې ددوست هېواد هندوستان په همکارۍ جوړه او دافغانانو له خوا  ګټې اخيستنې ته وړاندې کيږي.
څه موده مخې کې  د دواړو هېوادو ، ( هنداو افغانستان )   مشرانو  د سلما بند  چې په هېواد کې ډيره ستره  اقتصادي پروژه بلل کيږي ، په هرات کې پرانيستله  او  کولاى شو ووايو چې نن دستور ماڼۍ بيا رغاول شوى او پرانيستل شوه چې نه  يوازې دهند او افغانستان    د دوستۍ څرګنــــدويه ده ،  بلکې  د افغانستان  او دسيمې دديپلوماسۍ څرګندويه هم  بلل کيږي.  خپلواکــــۍ ته د هندوستان له رسيدو مخکې ددغه هېواد  دعبوري حکومت  دجوړولو تفاهم هم په همدې ماڼۍ کې شوى و.
هند په افغانستان کې  په اقتصادي ، کرنيزو ، ترانسپورتي او دظرفيت  جوړولو په برخو کې  دزياترو سترو بنسټيزو پروژو عامل دى  چې نه يوازې په روان کال کې اوپه تيرو کلونو کې  جوړې شوې دي بلکې   له پخوا زمانو را په دې خوا ددغه هېواد دهمکار ۍ يوه بيلګه ده .
په داسې حال کې چې په هغو کلونو کې  سيمه ييزې او نړيوالې شخړې  پراخې  نه وې   او افغانستان هم  په بحران کې  لتاړ  نه و  اوپه  صراحت سره ويلى شو  چې هند په افغانستان کې دبيا رغاونې او جوړولو په لټه کې دى ، نه دسيالۍ او وعقدو په لټه کې  .
هغه څه چې هنديانو په افغانستان کې ترسره کړي دي  دسيمه ييزې همکارۍ ، همغږۍ ، ژمنې او اخلاقو بيلګه ده. چې ثابتوي   چې دغه هېــــواد افغانستان دسوکالۍ او نيکمرغۍ په لټه کې دى نه  د ويجاړولو په لټه کې .
په داسې  حال کې چې يوشمير کسان شته چې دهمکارۍ اوبيا جوړولو پرځاى   له هند او افغانستان سره دسيالۍ په لټه کې دي او خپلې ګټې  دسيمې په بې ثباتۍ  او ناخوالو کې لټوي .
دلته افغانستان له دوو ارادو  سره چې دپرتلې وړ نه دي مخامخ دى . هند چې په افغانستان کې دسولې ، ثبات او پرمختيا په باب  فکر کوي  په داسې حال کې  چې  سيالان  دجګړې د اوږدولو په لټه کې دي  او دافغانستان دويجاړولو لپاره پانګونه کوي  .
غرضي کسانو او توطيه ګرانو ته دافغانستان دخلکو پيغام څرګند دى (هغه هېوادونه چې  په افغانستان کې دبيارغاونې  او همکارۍ ظرفيت نلري ،   له ويجاړولو څخه دې هم لاس واخلي ) .   زموږدخلکو د ارادې درناوى وکــړي او نور دې  زموږ  دخلکو زغم آزمايښت نه کــړي. افغانان به د   قدر پيژندونکــــو  خلکو په توګه په سيمه کې دښو دوستانو په لټه کې وي .
دهند دصدراعظم نرندرامودي دغه  خبرې  چې   وايي  يو زرو  دوه سوه مليونه  هندي اتباع دافغانانو ترشا ولاړ دي  چې  له سختو او پيچلو لارو څخه په تيريدو کې  ورسره مرسته وکړي.  زموږ خلکو ته  يوه  په زړه پورې خبره  ده  چې  ثابتوي  دوديز دوستان  هماغه شان له دوى سره دي  او دجمهوررئيس غني دغه خبره هم   د اهميت وړده چې وايي ( افغانستان او هند پتيلې ده  چې د ملتونوپه پرمختګ  کار وکړي )  يعنې  دښيې ارادې درناوى کوي او دراتلوونکي  په نسبت  په  هيله مندۍ سره  ګام اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته