ټولنه

دقوش تيپې اوسيدونکو خپلو کورونوته دستنيدو غوښتنه وکړه

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
د  جوزجان ولايت دقوش تيپې  ولسوالۍ اوسيدونکو دخپلو سيمو دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه.
دغه کورني دشورقدق ، ترکمن قدق ، چهارساي ،. دشت ليلي  او  دپقمع چقر له خپلوکليو څخه بيځاى  او امنو سيمو ته تللي دي اوپه بد حالت کې  ژوند کوي.
دقوش تيپې ولسوال وايي بيځايه شوي کورني  چې په بد اقتصادي  حالت کې   دي له سيمه ييز او مرکزي  حکومت څخه  غوښته کوي  چې دپراخو عملياتو په ترسره کولو سره ددوى دسيمو امنيت  تامين کړي.
يوتن بيځايه شوى  محمدنبي وايي  که چيرې دژمي ترپيل پورې بيرته  خپلو کورونو ته لاړ نه شي  ددوى دماشومانو  ژوند به  وګواښل شي.
د جوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري  باخترآژانس ته وويل  دنويد پنځه 
عمليات دخانقا په ولسوالۍ کې  دوسله والو  مخالفينو پرخلاف دوام لري  چې ښايي  دخانقا او داقچې دولسواليو له پاکولو وروسته به دوسلو والو مخالفينو له شتون څخه  ددرزآب  او دقوش تيپې دولسواليو پاکول  تر لاس لاندې ونيول شي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته