کابل باختر د چنګاښ شلمه :
په هرات ولايت کې ديوې ځوانې ښځې دوژنې په تور درې تنه ونيول شول
دغه کسان دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي او دانجنيل ولسوالۍ دچارباغ فيروزکوه اوسني اوسيدونکي دي .
له دغو کسانو څخه دوو تنو ديوې اتلس کلنې ميرمنې له ميړه سره همکاري وکړه چې خپله ميرمن پل مالان ته څيرمه په ډزو سره ووژني .
دهرات ولايت دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې ددغې وژنې دانګيزې په باره کې څيړنې او ګرويګنې پيل شوې دي .
مشکوک کسان دانجيل ولسوالۍ دپوليسو له خوا له يوې تومانچې سره نيول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ