امنیت

دداعش د يوه سرګروپ په ګډون يوولس تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٨ :
د امنيتي ځواکونو عمليات د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دوام  لري.
د باخترآژانس دخبرله مخې :   هغه چاڼيز او محاربوي عمليات چې د  داعش دډاراچوونکې  ډلې د بشپړ له منځه وړلو په خاطر دننګرهار ولايت دکوټ  او  هسکې مينې په ولسواليو کې  پيل شوي و ، په بريالي توګه دوام لري  چې دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې په دغو ولسواليو کې څو کلي دداعش له شتون  څخه پاک شوي دي  او دکوټ  او دهسکې مينې دولسواليو په مربوطاتو کې دهوايي ، توپچي او ځمکنيو ځواکونو د ګوزارونو په  نتيجه کې  دسيمع الله په نامه دداعش ديوه سرګروپ په ګډون ١١ تنه   داعشيان ووژل شول او د هغوى يوه داشکه ويجاړه شوي ده  ا ودغه راز دکوټ ولسوالۍ  په مربوطاتو کې د هاوان درې ماينونه  دخلکو په همکارۍ کشف او د څلورمې پلې لوا دماين پاکولو دټيم         له خوا  چوول شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته