ټولنه

دخواخوږۍ اوډاډګيرنې پيغام

کابل باختردلړم يوويشتمه
په پنځلسمه تقنیني دوره کي د مشرانو جرګې د غړي حاجی شهنواز خان خروټي د مړيني له امله د مشرانو جرګې دخواخوږۍ او غمرازی پيغام؛
د ملي شورا دمشرانو جرګې رئيس، اداري پلاوي، غړو او د یادي جرګې دارالانشاء لوی  ریاست  په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د خروټو دقوم مخور،متنفذاو مصلح شخصیت او په پنځلسه تقنیني دوره کي ددي مجلس غړی سناتور حاجی شهنواز خروټی د ورپیښې ناروغۍ له امله د دري اویا کلنی  په عمر په کابل کې وفات شو .
د ملي شورا دمشرانو جرګه د سناتور خروټي  مړينه  يوه تشه بولي، او خپل ژور خفګان او خواخوږي د خدای بښلي  کورنۍ، خپلوانو،دوستانو،دخروټومتدین قوم او دغزني ولایت پتمنو ولسونوته څرګندوي همداراز د لوي خداي(ج)له دربار څخه ارواښاد خروټی ته فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د صبرهيله کوي.
ارواښاد حاجي شهنوازخروټی د مشرانو جرګې په غونډو او نورو ناستو کې د هیواد دلوړو ګټو په بنسټ خپلي نظريې وړاندې کولي اود خپل ژوند په اوږدو کي يي دقومی مشر په توګه د ملي يووالي ټينګښت، ديني ورورولۍ او د افغانستان د کړيدلي ولس د هوساينې په لاره کي نه ستړی کیدونکي هلي ځلې کړي دي.
سناتور حاجی شهنوازخروټی د حاجي دفتاڼي زوی چي په ١٣۲۳ لمريز کال کې د غزني ولایت دقره باغ ولسوالی په يوه دينداره کورنۍ کې زيږيدلي وو ؛نوموړي دولسي جرګې په دیارلسمه دوره کي دکوچیانو د وکیل په توګه غړیتوب درلود او د ۱۳۸۴کال په ټاکنوکي يي د مشرانو  جرګې په پنځلسمې دوري کي د انتخابي سناتور په توګه غړیتوب ترلاسه کړ. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته