سیاست

ادريس زمان: افغانستان له طالبانو سره سولې ته چمتو دى

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۲۵مه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان له نشه يي توکو سره د مبارزې د کميسيون د دوه شپيتمې غونډې ترڅنګ، له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوال بورد له رييس ويراج  سميي سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې ادريس زمان په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې  په باب د نړيوال بورد له هر اړخيزو همکاريو څخه مننه وکړه او له نشه يي توکو سره  د مبارزې په لاره کې د اغېزمنې همغږۍ په مقصد، د کورنيو چارو له وزارت سره  له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ادغام په باب معلومات ورکړل .
ادريس زمان د سولې د بهير او له جګړې وروسته د افغانستان په باب د سميي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: افغانستان له طالبانو سره سولې ته چمتو دى، خو د سولې خبرې بايد په مستقيم ډول د افغانستان دولت په رهبرۍ او مالکيت وي. له طالبانو سره سوله بايد د تېرو اتلسو کلونو برياليتوبونو ته زيان ونه رسوي.
سميي د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې يو واکمن هيئت له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوال بورد په غونډه کې چې ټاکل شوې ده د روان ميلادي کال  د مې په مياشت کې جوړه شي، واستوي ترڅو دغه هيئت د افغانستان دولت اړتياوې په مشخص ډول وړاندې کړي او له نشه يي توکو سر د مبارزې نړيوال بورد د هغه له مخې وکولاى شي له نړيوالې ټولنې او له غړو هېوادونو څخه له افغانستان سره د زياتو همکاريو او مرستو غوښتنه وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته