امنیت

پنځه تنه پاکستاني اتباع په بدخشان کې دمشکوکو فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ١٩  :
پنځه تنه پاکستاني اتباع دبدخشان ولايت  دملي امنيت  درياست او دامنيې قوماندانۍ په ګډو عملياتوکې دبدخشان ولايت په دوو ولسواليو کې دمشکوکو فعاليتونو په تور ونيول شول.
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري  دباخترآژانس
خبريال ته وويل :  دڅيړنو نتيجې ښيې دغه پنځه تنه پاکستاني اتباع چې  دوه تنه ښځې هم پکې شاملې دي  دهغو درملتونونو دخاوندانو په همکارۍ  چې دکشم او بهارک په ولسواليو کې  دطبابت په کار  بوخت و،  دګاونډي هېواد پاکستان په ګټه فعاليت کاوه .
دبدخشان  ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر نورمحمد خاوري وايي ؛ دهغو   تحقيقاتو په نتيجه کې چې له دغو پاکستاني اتباعو څخه شوي دي هيڅ يو يې  دطبابت په برخه کې تخصص  نلري ، نه ډاکتر دى او نه  روغتياپال ، او دوى په غير قانوني ډول دطبابت په برخه کې فعاليت کاوه .
دملي امنيت درياست يو خبرځاى وايي  چې   له دغو پنځو تنو پاکستاني اتباعو څخه دريو تنو يې  له پنځوکلونو را په دې خوا په کشم ولسوالۍ کې  او دوو تنو يې  په   بهارک ولسوالۍ کې دطبابت په برخه کې  فعاليت کاوه .
دوى دکار لپاره هيڅ راز سند نه درلود  اوله  دوى څخه  تحقيقات  اوپوښتنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته