-کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کروناويروس د٩٦نويو پېښو د ثبتولو خبرورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې، د کروناويروس د ٩٦نويومثبتو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په دغه ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨٤٩٤تنوته زيات شوى دى .
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې د دغه ويروس له امله د دريو تنوپه مړينې سره د کروناويروس له امله د قربانيانوشمېر١٤١٥ تنو ته زيات شوى دى .
بايد وويل شي چې د روغو شويوکسانوشمېر ٣٠٥٥٧تنو ته رسيدلى دى .
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ