امنیت

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شهيد شو

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٧
د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نن سهار د وسله والو طالبانو په بريدکې شهيد شو.
د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان کاتب د سپرلۍ په کاروان د سيمه ييزو پوليسو قرارګاه ته څېرمه د وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې بريدکې د بټي کوټ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ووژل شو او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د پوليسو د دغه قوماندان د ترور مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
تر اوسه پورې د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته