ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل  باختر دسلواغې د مياشتې ٢٦ :
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د رياست خبرتيا
د اساسي قانون ٤١ مادې ته په پاملرنې او د لوړو زده کړو په برخه کې د نافذو تقنيني سندونوله مخې، د خصوصي لوړو زده کړو هغه موسسې چې د ليسانس په  کچه او يا له دې څخه پورته د روزنيز فعاليت نوماندان دي او ددغه وزارت د اړونده بورد له لارې تصميم ونيول شو او له ملي او نړيوالو معيارونو سره سم، اکاډميک اعتبار نلري او د لوړو زده کړو وزارت نه يوازې دغه شان موسسې په رسميت نه پيژني او د هغو د محصلانو د فراغت سندونه د قانوني اعتبار لرونکي نه بولي.
دغه موسسې په خپله د خپلو محصلانو په وړاندې ځواب ورکوونکې دي.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو رياست دغه اکاډميک تصميمونه نيسي او هغوى ته ابلاغوي.
١_  د خصوصي لوړو زده کړو هغو ټولو موسسو ته چې د لوړو زده کړو وزارت له لارې يې د قانوني فعاليت جواز ترلاسه کړى دى؛ خبر ورکوي چې د خپل اړونده فعاليت سندونه او څانګې دې په اړوندو موسسوکې د شموليت د داوطلبانو په ليدنې وړ ځاى کې ځاى پرځاى کړي.
٢_  د ترلاسه شويو معلوماتوله مخې، د خصوصي لوړو زده کړوځينې موسسې چې اړونده بنسټ يې د لوړو زده کړو وزارت د قانوني فعاليت جواز نلري او خپل فعاليت ته دوام ورکوي؛ اکاډميک اعتبار نلري او د لوړو زده کړو وزارت دغه شان موسسې په رسميت نه پيژني.
٣_  د خصوصي لوړو زده کړو هغه موسسې چې ځينې تحصيلي څانګې او يا پروګرام يې قانوني مجوز نلري؛ بې اعتباره دي.
٤_   د هېواد د رسنيو له ټولومسوولينوڅخه غوښتنه کيږي چې د هغو موسسو د اعلاناتو له اخيستلو څخه چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د فعاليت جوازنه لري؛ د اعلاناتو له اخيستلو او خپرولو څخه يې چې د خلکو د تير ايستلو سبب کيږي؛ ډډه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته