کابل، د مرغومې ۳۰ مه، باختر
د غور امنیتي مسوولینو په یاد ولایت له پوځي او مسلکي زده کړو وروسته د ۷۵ پولیسو د فراغت خبر ورکړی دی.
د غور د پولیسو ویاند مولوي عبدالرحمن بدري د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې ۷۵ پولیس له یوې اوونۍ زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد ولایت کې د پولیسو روزنیز پروګرام د روان لمریزکال ترپایه به دوام ولري.