کابل باختر/ دتلې د مياشتې ١٨مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د سولې د عالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي او د ده د کورنۍ ټولو غړو سره دده په کور کې د حاجي نبي خلیلي د زوی د مړینې له امله خواخوږي او غمشریکي وکړه او د ارواښاد روح ته یې دعا وکړه.
د هېواد جمهور رئیس د استاد محمدکریم خلیلي د وراره روح ته د دعا ترڅنګ مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله وکړه.
استاد محمدکریم خلیلي او حاجي نبي خلیلي له جمهوررئیس غني څخه د دوي کورنۍ او دوستانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ له امله مننه وکړه.#پاى- سعيده
0 د یوې دقیقې څخه لږ