مانيلا- نيوزنو – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
په فلپين کې د ابوسياف د ډلې په يو پټنځى پرون د دغه هيواد دسمندري
ځواکونو دبريد له امله ددغې ډلې څه ناڅه شپږ تنه غړي ووژل شول.
د فلپين دسمندري ځواکونو يو قوماندان د څرګندونو له مخې : ددغه هيواد سمندري ځواکونو په سولو ټاپو کې دياغيانو په پټنځايونو بريدونه وکړي .
دفلپين دسمندرى ځواکونو د افسرانو دڅرګندونو له مخې : په دې نښته کې د ابوسياف د ډلې شپږ تنه غړي ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه بريد له هغه وروسته تر سره شو چې د ابوسياف د ډلې څو ياغيان په يو ځنګله کې په خپل پټنځي کې وليدل شول .
د ابوسياف د ډلې ياغيانو تراوسه د دوو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون دولس تنه يرغمل کړي دي.
دغه بهرنيان تيرکال ددغې ډلې له خوا يرغمل ونيول شول.
0 1 دقیقه لوستل