۱۰۰ ورځې

د اورښت په کمښت سره د سراسياب درايي ورکولو په مرکز کې دخلکو ورتګ زيات شوي دي .

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
ددارالامان دسراسياب دنجونو دليسې درايي ورکولوپه مرکزنو کې چې تر غرمې  وروسته پورې درايي ورکوونکو ورتګ  کم شوي و  بيا درايي ورکولو لپاره رجوع وکړه .
  په دغه  مرکز کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولينودباختراژانس خبريال ته وويل تر غرمې وروسته پورې خلکو د رايي ورکولو لپاره څوليکې جوړې کړې وې او دښځو شمير دنارينه و په پرتله زيات و خو داورښت په زياتيدو سره درايي ورکوونکو شمير کم شو .
ده وويل اوس چې اورښت کم شوى دى دغه مرکز ته  دخلکو ورتګ زيات شوى دى .   ميرمن زينب  چې له خپلو څو تنو زامنو اولوڼو سره دغه مرکز  ته ورغلې وه دباختراژانس خبريال ته وويل دزياتې ګڼې ګوڼې له امله له غرمې مخکې خلکو  ونه کړاي شول چې خپله رايه وکاروي او اوس راغلې دى چې دخپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکړي .  خلکو په دغه مرکز او درايي ورکولوپه  نورو مرکزونوکې په ډاډ سره درايي ورکولو لپاره  ورځي او رايه ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته