سیاست

جمهور رئیس غني د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون په کارکوونکو بمي برید په سختو ټکو وغانده

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په جلال آباد کې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په موټر بمي چاودنه په سختو ټکو وغندله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د وياند د دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د تېرې ورځې په دغه بمي برید کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون دوه تنه کارکوونکي شفیع الله ناصري او عمران عزیز شهیدان او شپږ نور ټپیان شول.
جمهور رئیس غني په عامو خلکو او د بشر د حقونوپه فعالانو، چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي په موخه هلې ځلې کوي، دغه وړ ترهګریز برید غیر اسلامي او غیر انساني عمل بولي.
د هېواد جمهور رئیس  افراطیت او ترهګري یوازې د افغانستان او سیمې نه، بلکې د ټولې نړۍ او بشریت دښمن بولي.
هغه وویل، چې  د هېواد زړور او مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګري د له منځه وړلو لپاره هره ورځ مبارزه کوي او قرباني ورکوي.
محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي وګړو او د بشري حقونو د فعالانو امنیت ته لا ډېر پام وکړي، تر څو دوی په  ډاډمنه توګه خپل بشري فعالیتونه ترسره کړي.
د هېواد جمهور رئیس د شهیدانوکورنیو ته تسلیت وایي، شهیدانو ته د خدای تعالی له دربار څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته