روغتیا

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه
د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه چې د طالبانو د ګواښونو په خاطر په ميدان وردګو کې تړل شوي وو؛ نن بيا فعال شول.
باختر آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ چې د دغو مرکزونو د تړل کېدو له امله هره ورځ په دغه ولايت کې شپږ زره تنه له روغتيايي خدمتونو څخه بې برخه شوي وو.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د پروګرامونو مسوول خالد فهيم وويل چې په ميدان وردګوکې د دغه بنسټ تر ملاتړ لاندې د ٤٢ روغتيايي مرکزونو فعاليتونه ځنډول شوي دي.
هغه زياته کړه: له دې موضوع څخه په خبرېدو سره چې طالبان نور د دغه بنسټ د کارکوونکو د فعاليتونو مخه نه نيسي؛ دغې کمېټې خپل کار له سره پيل کړ.
سوېډني بنسټونو په ١٩٨٢کال کې، د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه جوړه کړه او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو، ښوونې او روزنې او پرمختيا په برخوکې فعاليت کوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته